خدایه رحم وکړی په زړه مې د نازونو انګارونه ږدي، او ځي دا څوک ده چې په دې قبر ګلونه ږدي، او ځي خدایه رحم وکړی څه مينه د منزل څه د حالاتو مجبوري ده جنون مې په سکروټو قدمونه ږدي، او ځي خدایه رحم وکړی يادونه يې زما د زړه تر کوره پورې راشي د خيال په دېوالونو مې لاسونه ږدي، او ځي