اوښکي نم نم خو بيا هم په ځان خواري کوم لګيا یم ځان هغسې سموم چې ته يې وايې ډېرو سختو مرحلو نه را تېرېږم پکې ژاړمه که ورځې دي که شپې دي زه یم ژوند دی او ناکامې تجربې دي زړه مې تور دی د مکتب له استادۍ نه هلته صنف کې یوه شاګرده ستا همنامه نه يې نوم اخلم نه یې درس ته پاڅوی شم حاضري په شاګردانو باندې اخلم