شاهیني سترګي پاتې څۀ دي پۀ باور او اعتبار کې آئینه څۀ وي د کاڼو پۀ بازار کې شاهیني سترګي مومن لاره طی کوي د خدای د مینې څه که پښې یبلې روان وي په انګار کې شاهیني سترګي د اقصـ.ـی له منارو نه حیا راشي د لونګو بوټي نه ږدمه دستار کې شاهیني سترګي اذیت د بیلتانه کډه لېښلې مینه ورکه شوه، د ښکلو په دیار کې شاهیني سترګي پسرلي د فکر دښته کې ودان کړه ځان به وګورې د ګلو په قطار کې شاهیني سترګي شیطاني فکر به اور واخلي حسنه! که زاهد زُهد ثابت کړي په کردار کې