په مخه دی شه بې مینې ژوند راته څۀ داسې بې نمکه ښکاري لکه د کلي د ملک نه چې خاني لاړه شي په مخه دی شه نفرت زما د کلي خلق پۀ سینو کښې ساتي د محبت خبره څنګه تر زړګي لاړه شي په مخه دی شه حیا پخوا چرته د جونو د لباس یو جُز ؤ څۀ نا څۀ شته لا خو کېدی شي چې بېخي لاړه شي