اوښکي تویوم ستا د زلفو وږم یې راوړی دی تر کلي لاس کې مو ګلونه دي هوا ته یې شیندو اوښکي تویوم زموږ څه شوګیرې دي خو ازار اخلو د ځان سترګو کې خوبونه دي سبا ته یې شیندو اوښکي تویوم خلاصې دې کړي بندې دروازې د جنتونو لپو کې مو زړونه دي پاچا ته یې شیندو اوښکي تویوم سترګې مو په لارو کې کرلي دي صاحبه! نور څوک شته خو وۀ لالیه تاته یې شیندو! اوښکي تویوم ساده زموږ ځولیو کې که څه دي، خو بس دادي مینه ده او مینه ده دنیا ته یې شیندو