كلمات راسه ماشومتوبه بیا

🎤 Fida Mohammad Sayar
راسه ماشومتوبه بیا
مونږ یو پېدا د پښتنو پۀ زمکه
زمونږه مرګ پۀ خادثه کښې راشي
زۀ ورته لاس پۀ نامه اودرېږمه
چې محمد د چا نامه کښې راشي
پۀ مسلسل جنازو اویرېږم
هسې نه کور مو هدیره کښې راشي
یاران مې ماته مخامخ اودرېږۍ
منافقین چې سپاره کښې راشي
د جدایۍ پۀ اذیت خبر یې
لکه چې ګوتې دروازه کښې راشي
د ناڅاپي راتلو دې څۀ اوایم
لکه اختر چې پۀ روژه کښې راشي
دا واقعې دې خادثه کښې راشي
مطلب! کۀ کلي ښاریه کښې راشي
🟢 واتساب 𝕏

أغانٍ أخرى لـ Fida Mohammad Sayar

كل أغاني Fida Mohammad Sayar ←