دیدن راکه ښکلې او ښایسته ښځه، په ځنګل کې پرَته، د سرو زرو هغه تیږه ده.. چې د دریو یارانو د بربادۍ او هلاکت سبب ګرځي دیدن راکه بیا به ناوخته وي! چې ستا په زړه کې رحم راشي زما د تېر کال درلېږلی پیغام وګورې او بېرته ځواب کې مې د ښې، بدې پوښتنه وکړې دیدن راکه ځان به ناګارکړې په وژونکې بیمارۍ زما له ډاډه ډکې څو جملې به راته ولیکې او حتا وعده د ملاقات به راکړې