جار دی شم طالبه د لالي کال کېږي د بل دی زما نمجنې سترګې لا نمجنې دیـــنه د دروازې زنځير شړنګيږي جانانه ته يې که پيريان راغلي دينه اوس دې کیسه کې نۀ یم یاره که د قدم خاورې دې زر شي نۀ یې وړمه د رغېدو خبرې پريږده د ړنګېدو ورځې نږدې دي وران به شمه خدای دې ځوانۍ کې غریب مه کړه د څنګ یاران به درنه لارې چپه وینه. اندیښنې خو مې څه زېړې څڼې نه دي چې یې واړومه شاته یا یې پرې کړم جار دی شم طالبه هر ماښام د بېوسۍ ستړې زانګو کې په ورو، ورو خپلې وړې هیلې ویدې کړ