اختر مبارک شکر لا شته د عشق پۀ دغۀ پړاو یو نیم بشر او نېمه خلاصه کړکۍ اختر مبارک د دې سړي د خودکُشۍ پۀ سبب یو خدای خبر او نېمه خلاصه کړکۍ اختر مبارک اخر څرګند کړي لکه ګرد مخونه وخت لکه لمر او نېمه خلاصه کړکۍ اختر مبارک بس تجاهل مې د فرار وګڼه را پورې ور او نېمه خلاصه کړکۍ اختر مبارک ژوند کلیشه ده او گواه ندرته! دا ولاړ غر او نېمه خلاصه کړکۍ