څه ستا له غمه درد چې مې په زړه راځي ستا نوم مې په خوله راځي څه ستا له غمه ستا تراخه پې وشیندم شعر کې مې خواږه راځي څه ستا له غمه ځان رانه ورک شوی دی هیڅ په مخه نه راځي څه ستا له غمه ستا حُسن غزل غواړي ما غریب له څه راځي څه ستا له غمه عکس چې دې راوخلمه مخ باندې رانجه راځي څه ستا له غمه غیږ چې دې رایاده کړم ما باندې ساړه راځي څه ستا له غمه ستا د یاد سره تنها خولې له مې تراخه راځ