خپل دګران وطن وزير ورته ووېل چې دا فرق په نايي کې نه دی، دا فرق د پاچاهی په دې تخت کې دی، کله چې نايي تخت ته وختو نو وضعيت يې بدل شو، ځان ورته پاچا ښکاره شو، نو اوس يې وبخښه چې تېروتنه يې کړې ده. نو خبره مې په دې پسې کوله چې ځیني خلک کله یو لوړ مقام یا منسب ته ورسیږي، یا هم پیسې پیدا کړي نو وضعیت یې هرومرو بدلیږي. خو دا هم د انسان د ذات په اصلیت پورې اړه لري.