واده دي دسپینو سپینو یارې مه کړي سپین دی په سپین کفن کی تور لحد ته وړینه ښه ده چې دواړه پښتانه یو زما لوپټه او ستا ببر ببر بریتونه آواز یې اورم کتې نشم په ښاپېرو مې سرو کار دی و به مرمه زما د زړه ناکاره رنځه نه دې دارو شته, نه دې حال ویلي شمه. نن دې يادونه مېلمانه دي نن دې يادونه په زړه خولي را لګوينه