كلمات زړه می درد کړی
زړه می درد کړی
کټ کټ سره خاندو
مونږه دواړه ماشومان یو
ژوند مې له غچۍ
ګوتې نیولی دی روان یو
زړه می درد کړی
مینې یو په تار تړلي
، موسکه راته کېږي
شنې او سرې وزرې
د یوه ګوډي پَران یو
زړه می درد کړی
راشه راته کېنه، د رڼو اوبو پر غاړه
چغ چغار مو واوره په شنو ونو کې مارغان یو
ښکلي مو لېدلي د ګلونو دي خوبونه
غلي را ویښ شوي د بلبلو په اذان یو
زړه می درد کړی
پرخې پرخې راغلو په داغ داغ کې یې دمه شوو
واه د خړې دښتې پر غاټولو باندې ګران یو
زړه می درد کړی
نن یې نازوو ځکه چې ښکلي مېلمانه دي
هو کنه! سبا به د دې ټولو په ارمان یو