د زړه قراره دۀ وې چې د سترګو له سورخۍ دې بې خوبي ښکاري ما وې د مَینو اکثر شپه، په سرکونو وي د زړه قراره ډېر مې تعریف کړی مګر دا تعریف یې سم بویه ژوند لکه ناوړه حادثه، په سرکونو وي ښکلي خو خواږه لکه د هند په محفلونو کې یا لکه د بېړې نذرانه، په سرکونو وي یاره نو مشعله ستا به څه پروا لري دنیا تا غوندې به نور هم یګانه ، په سرکونو وي