په زړه بیمار به درځم يو رقم کارونه وکړي سم د غم کارونه وکړي دغه زړه ناځوانه نه دی بل رقم کارونه وکړي له غمجنو زړو که سل وارې قربان شې خدای دې نه کوي چې بیا راباندې ګران شې په زړه بیمار به درځم بيا به ته پښېمانه کېږې ومنه پښېمانه کېږې په دې ټوله عادتونو به خوږه پښېمانه کېږې له معزرت سره که يو ځای راروان شې خدای دې نه کوي چې بيا راباندې ګران شې