مرګه زوانی کی راته راشه منم چې ژوند د زغم په زور کیږي خو ځینې وخت ستړی شي له ژونده سړی مرګه زوانی کی راته راشه هغه وخت ښه هو چې ساده وو هر څه نه تنهایي وه نه د ځان ځورول هیلې مو دومره پر مخ تللې نه وې نه دومره غم و چې دا اوس څومره دی هر څه روان وو تر خپل حده پورې په تیره ورځ به پښیمانه نه وو دومره نا توانه او بې ځانه نه وو دنیا په لاس کې را نیولی شو خو بیا مو هم زړه تنګون را کم نشولو د ژوند له دومره امکاناتو سره