كلمات حاجی پخیر راغلی
حاجی پخیر راغلی
خیرن شوي په دې ښار کې
ایمانونه لکه زړونه
په خدای پاتې مونږ ته ندی
زمونږ زړونه لکه زړونه
حاجی پخیر راغلی
نه خپلېږي، نه سمېږي،
نه ماتېږي، نه کږېږي
پښتانه لکه سیندونه
لکه غرونه لکه زړونه.
حاجی پخیر راغلی
د سـ..نګر یاران مې خدایه
له دوه مخي ژونده ساته
خدایه مه کړې ښایستونه
ګلابونه لکه زړونه
حاجی پخیر راغلی
چې مو هر سړی کافر دی،
چې مو هر سړی شهید دی
په یوه خوله زمونږ ندي
کتابونه لکه زړونه
حاجی پخیر راغلی
نېږدیوالی پیغورونه جدایي هم پیغورونه
واړه تور دي په دې چم کې ګومانونه لکه زړونه