كلمات دا دجانانه قدمو کلی

🎤 Qari Juma Gull Afghan
دا دجانانه قدمو کلی
له تندې به ګل مړ و که شبنم نه وای پيدا
دا دجانانه قدمو کلی
دا ژوند به د ادم پر اوږو بار و د ډبرو
دا مينه، دا ښکلا که دا همدم نه وای پيدا
دا دجانانه قدمو کلی
نغمه به د ژوندون وه د اومړي تار په څېر
له زېر سره دوستي که به د بم نه وای پيدا
دا دجانانه قدمو کلی
له تندې نه که منډې هاجرې اخيستې نه وای
کعبې ستا په لمن کې به زم زم نه وای پيدا
دا دجانانه قدمو کلی
ارواه به دعيسی ملايکو چېرې پوکله
که پاکه د ايمان غوندې مريم نه وای پيدا
دا دجانانه قدمو کلی
په ځمکه کې به سوي و په ډار د جهنم
جنت که به د ميندو تر قدم نه وای پيد
🟢 واتساب 𝕏

أغانٍ أخرى لـ Qari Juma Gull Afghan

كل أغاني Qari Juma Gull Afghan ←