كلمات داستا فراق سم لیونی کړم
داستا فراق سم لیونی کړم
خاونده بیا دې مسخوتن کړ
د ګلو لښتې د موزیانو کټ ته ځینه
درد مې د زړه په سر ولاړ دی
مراندې د زړه مې په لالي ولاړې دینه
ته رانه هار د زرو غواړې
زه دې کرکڼو په ازغو ګریوان ګنډمه
دلته ژوندۍ لا د هابېل او د قابېل کیسه ده
لا هم زموږه قربانۍ
تر اوره نه رسېږي
زما د شپو او اندېښنو له رازه څوک خبر دي
یتیم ارمان دومره اسان ت
ر موره نه رسېږي
ما هم د څومره پسرلو نندارې وکړې لاړم
اوس یې رنګونه تر دې تت انځوره نه رسېږي
څه که شاعره شوه او
ستوري یې لمن ښکلوي
خیال یې زما تر نړېدلي ګوره نه رسېږي