هم نرو مي دجانان چې درته ګورم مزاحم د زلفو تار دې راشي خدایزده بخیل دی که له شرمه په رخسار دې راشي هم نرو مي دجانان سر خو مې هسې ستا په نوم نذرانه کړی دی اوس دا زړه مې هم واخله کېدای شي چې په کار دې راشي هم نرو مي دجانان مثلاً څه به ورته وایې چې دا څه پېژنم؟ چې راته مخامخ ولاړه وې او پلار دې راشي هم نرو مي دجانان واده لرم چې ستا دیدن کوم نو ورور ته وایم راته په لار کې تم شه هسې نه ورېندار دې راشي هم نرو مي دجانان