امن خپور دی سبق ته ناست يم او د زړه مینه مې تا سره ده استاد چې جيم وليکي، زه پسې جانان وليکم وروڼو اختر ته خویندې بوتلې. بې وروڼو خویندې دیوالۀ ته ناستې دینۀ اختر ته ډیره خوشالیږم زما دیار وعده اختر دی را به شینه اختر ته دوه ورځې لا پاتې انجونو تالا کړل د نکريزو دوکانونه پریږده چې ټول کلی خبر شي اختر نږدې ده په ټیکري دي نوم لیکمه ختر چی تیر شی بیا به راشي دا د ځوانۍ عمر په بیرته نه راځینه