كلمات ر اته ونه دريدی بی پروا وخته
ر اته ونه دريدی بی پروا وخته
شګې ټولې شوې په تا خبرې کیږي
پلو اچوه هوا، خبرې کیږي
ر اته ونه دريدی بی پروا وخته
زه جګېږم، پرهرونه مې خوږیږي
د یارانو په وفا خبرې کیږي
ر اته ونه دريدی بی پروا وخته
د لیلا په لونګین اوړي را اوړي
څه روا او ناروا خبرې کیږي
ر اته ونه دريدی بی پروا وخته
له هندارو نه هندارې راټوکیږي
چې له تا کله په تا خبرې کیږي
ر اته ونه دريدی بی پروا وخته
سره انار د قندهار درته راوړمه
ګلاب نه دروړمه بیا خبرې کیږي
ر اته ونه دريدی بی پروا وخته
د ژړا پیکره! څه ورسره وکړو
ټکی - ټکی د خندا خبرې کیږي
ر اته ونه دريدی بی پروا وخته
عمري! نزاکتونه پکې ساته
په غزل به دې بلها خبرې کیږي