په ټول جهان کی داسی بل زړه مې مات دی، محبت مې هم بدنامه ژونده، هسې تېـروم دې له ناکامه په ټول جهان کی داسی بل اخ، زاړه زخــم مې نوې څړیکې وکړې مازیګر دې يو چا نوم واخيست ناپامـه په ټول جهان کی داسی بل تنهــايي مې دغه حد ته رسېــــدلې له خپل ځانه مې غېږ تاو کړه تور ماښامه په ټول جهان کی داسی بل نامردي دې هم وتلې ده له حده زړه مې هم درنـه صبرېږي نه، ګلفامه