كلمات وران قدمونه

🎤 Molvi Nasratullah Nasrat
وران قدمونه
خدايزده چې باور به بيا
د چا پر هغې پاتې وي
چانه چې نيمګړې خپلې
ټولې وعدې پاتې وي
وران قدمونه
ستا د پښو په خاورو مې قسم دی
که زه مړ هم شم
ستا د الله هو غږ به مې
غوږ کې ادې!! پاتې وي
وران قدمونه
ماسره له خپلې شاعرۍ
نه سېوا هېڅ نشته
مانه به میراث کې څو یتیمې
مصرعې پاتې وي
دوئ دي، چې زما یې هر یو غم بدرګه کړی دی
نور به راته څوک له خپلو اوښکو نږدې پاتې وي
وران قدمونه
دا حسن پرست زړه د یوې خبرې چرته دی
دې نه د هر ښکلي پښو کې ماتې توبې پاتې وي
لاړ شئ څوک هغه مغرور ته ووایئ اجله! چې
ژاړې به خو بیا به درته تشې خازې پاتې وي
🟢 واتساب 𝕏

أغانٍ أخرى لـ Molvi Nasratullah Nasrat

كل أغاني Molvi Nasratullah Nasrat ←