ده چا نشتون دی ستا د زلفو وږم یې راوړی دی تر کلي لاس کې مو ګلونه دي هوا ته یې شیندو ده چا نشتون دی زموږ څه شوګیرې دي خو ازار اخلو د ځان سترګو کې خوبونه دي سبا ته یې شیندو ده چا نشتون دی خلاصې دې کړي بندې دروازې د جنتونو لپو کې مو زړونه دي پاچا ته یې شیندو ده چا نشتون دی سترګې مو په لارو کې کرلي دي صاحبه! نور څوک شته خو وۀ لالیه تاته یې شیندو! ده چا نشتون دی ساده زموږ ځولیو کې که څه دي، خو بس دادي مینه ده او مینه ده دنیا ته یې شیندو