وطنه ستا پر حسن لالی دې خپل انتخاب وکړي تاوان پرې نه یم چې منت ورته کومه. په سپینه ږیره مسلمان شو هندو چې ولوستل د حورو کتابونه په پیغلتوب باندی پوه نشوم د جانان غم می خوشحالي ته نپریږدینه زما قسمت کې جانان نشته په زیارتونو باندي ډیر وگرځیدمه څه لېوني و ختونه تېر شول په نیمه شپه به د جانان کلي ته تلمه