كلمات ستا یاد او زه وم
ستا یاد او زه وم
چې څوک دې درک نه کړي،
هغوی ته تفصیل ورکول یوازې
د وخت ضیاع نه ده،
احساس او زحمت سپکاوی هم دی.
ځکه چې ناپوه ته دلیل ویل،
په کاڼو د باران ورېدل دي
چې زما مينه ستا په كار نه راځي
ما له جانانه! بله لار نه راځي
زما د زړه په چينه خوله دې كېږدي
كه ميخانه كې د چا وار نه راځي
د پوهو سترګو مې تا لوست و نه كړ
ما له په خوله چل د اظهار نه راځي
د لېونو هوښياري هم ومنه
په مېرو ګرځي، خو په ښار نه راځي
د فن د خرڅ هنر مو زده نه كړلو
د دغې ګټې كاروبار نه راځي
ګران د زړګي زخم په څه وګنډي
چې يې په لاس د زلفو تار نه راځي