زړه ماتي له ژوندون شومه دا ځل به تۀ سلام کؤې، زۀ به مخ اړؤمه ژؤند دی، باؤر لرم، مخ کېږو سره بیا حتماََ زړه ماتي له ژوندون شومه یا ډېر آسانه تا پۀ هر څۀ خاؤرې واړؤلې یا خلک ټول داسې دي، زۀ یم اشتباه حتماََ زړه ماتي له ژوندون شومه تۀ به را ګرځې، مګر زۀ دا وعده نۀ کؤم چې ستا اوسنی ځای به مې زړۀ کې وي سبا حتماََ زړه ماتي له ژوندون شومه