ژغ مې پسې وکه قد مې په پېغلو کې معلوم دې زه افغانۍ د شاه زلمو له ملکه یمه په مو دې ټکی رحم نهٔ شي رب دې شنډي کا چې دې نهٔ شي اولادونه په تا خوشحاله ورځې راغلې ځکه دې زۀ له خیاله ووتم مئینه خبر مي کله کله اخله تورو ټوپکو ته مې مخ دی مړ به شمه د ډېر کوشش او د همت باوجود د خندا عمر په شا نه راګرځي چرته ه ژوند و باقي وبه شي خو د وصال شپه په ژړا نه راګرځي عدتونه د نامرد خو به کوي زړه د غوښې دى نو درد خو به کوي په خاورينه زمکه ګرځې پري ذاتې چې قدم راکاږې ګرد خو به کوي