یمه تږی ده دیدار د یو وجود قدر سایه غواړي ژوند څومره لویه حوصله غواړي یمه تږی ده دیدار په ایینو باندې به نه ګرځېده اوس ترینه څه خپله څېره غواړي زه خو د خپلې برخې ویر کومه نور رانه څه ماتمکده غواړي یمه تږی ده دیدار د لیونیو خواهشونه ګوره څوک دي چې خپله تماشه غواړي د وجود سیر دومره خبره نه ده یوازې زړه لږ ایینه غواړي یمه تږی ده دیدار په ځمکه ویړې شوې د ستورو جلوې کړاوه نور رانه څه شپه غواړي