كلمات ستا د تنهایی په اوور سوځیږم

🎤 Qari Muhammad Sadiq dilshad
ستا د تنهایی په اوور سوځیږم
هلتـــــــه که يوسف خرڅ شـو
د مصر په بازار کې
دلته زليخا په  ډوډۍ خرڅه
شــــوه  دې  ښار کې
ستا د تنهایی په اوور سوځیږم
بيا به  خندا  نــــــه کوي
د چا پيوند  جامو  پسې
ربه د دې کلي خان که  يو
ځلي تــــــه  خوار  کې
ستا د تنهایی په اوور سوځیږم
زړه مې په هوا شي چې
دا غږ مې تر غوږو راشي
دومره خواږه نغښتې وي
په خولو د مور اجار کې
ستا د تنهایی په اوور سوځیږم
ښکاري  ليوني  مٸين د
يار  تاو  مړونـدونـــه  دي
ځکه  مات  بنګړي
پراتــه  دي  بيا د ګودر  لار کې
ستا د تنهایی په اوور سوځیږم
تيــر به دا خزان شي بيا
سپرلى به په وطن راشي
بيا  درتـــــه  ګلونه  ګدم
د  زلفو  تار  په  تار  کې
ستا د تنهایی په اوور سوځیږم
هله پـــه  شـــړک  ووريږه
دلته  چې  هغه  راشي
بيا دې  زه  منم  بارانـــــــه
يار  که  مې  ايثار کې
🟢 واتساب 𝕏

أغانٍ أخرى لـ Qari Muhammad Sadiq dilshad

كل أغاني Qari Muhammad Sadiq dilshad ←