كلمات هوا دوطن

🎤 Hafiz Shahab Zadran
هوا دوطن هوا دوطن هوا دوطن

ما مې پر شونډو دي په ورځ کي سل توبې وژلي
اوس له تسپو او استغفاره سره نه جوړیږي

یاغي بنده یم د خلوت زولنې چېرته منم
زما بغات ستا له ګفتاره سره نه جوړیږي

زما شهپرونه خدای قفس ته پیدا کړي نه دي
په پنجرو کې له چیغاره سره نه جوړیږي

د ګودرونو د چینار سیوری مې زړه تخنوي
د دې پردیو له چیناره سره نه جوړیږي

نه خرقه پوش نه پر منبر د پرهېز لاپې کوي
پیرِ مغان له ریاکاره سره نه جوړیږي

هغه مین دی پر لمبو شمع په خوب کې ویني
پتڼ له ګل او لاله زاره سره نه جوړیږي

زه د رباب زه د شهباز په ژبه نظم لیکم
دا د شیخانو له دستاره سره نه جوړیږي

جهاني دلته یو رنګي ده د کېمیا په بیه
غزل دې نور له دې بازاره سره نه جوړیږي
🟢 واتساب 𝕏

أغانٍ أخرى لـ Hafiz Shahab Zadran

كل أغاني Hafiz Shahab Zadran ←