ستاله غیژه تللی دی پر عقابي سترګو میینې، پښتنې شوې ښايي سپینې کوترې نن د هر چنار له سره لاړې ستاله غیژه تللی دی د آینو وطن دي څنګه را ذره ذره کړ په پټو سترګو یې پر خوا لکه ډبره لاړې ستاله غیژه تللی دی خوشحاله هی! اوس پښتانه د هر اتل په مزار وایي همدا چې ته خو ښۀ شوې بختوره، لاړې