لرم درسره مینه خنداګانې مو په خولو باندې پراتې دي من من تیږې مو په زړو باندې پراتې دي لرم درسره مینه زخم زخم، داغ داغ روغ ځای پکې نشته زما هیلې په ازغو باندې پراتې دي لرم درسره مینه دیواله ټینګه تکیه راکړه زۀ د بې ننګو له تکیو لویدلی یمه کډې دې يوسي خپه نۀ يم په شا دې نۀ ګوري چې زړۀ مې پسې چوينه