كلمات مسلمانان ټول تبریکی وایی

🎤 Qari Jamaluddin Haqqani
مسلمانان ټول تبریکی وایی
غم به مې جرړې د زړۀ پرې کړي
د بل د لارې مله نۀ راځي خوبونه
مسلمانان ټول تبریکی وایی
زما په زړه کې څړيکې وشوې
لکه چې زړۀ کې د لالي وګرځيدمه
مسلمانان ټول تبریکی وایی
ژوندون مې کټ مټ جهنم دی
د دوزخونو به دې څه پروا لرمه
مسلمانان ټول تبریکی وایی
په ميلمنو دې ډزې وشه
تر نيمې شپې پورې يواځې ناسته يمه
مسلمانان ټول تبریکی وایی
بې وسي توره وي که سپينه
لالی مې ځي زه په کنډو ولاړه يمه
🟢 واتساب 𝕏

أغانٍ أخرى لـ Qari Jamaluddin Haqqani

كل أغاني Qari Jamaluddin Haqqani ←