کړم دی مجنون چې د رڼا او د رنګونو موسم پېژني څوک باران ته ناست دي د برېښنا د زړۀ خبرې کوي کړم دی مجنون څوک چې د جنګ وايي د جنګ د زوره نه دي خبر دا لېوني دي د بلا د زړۀ خبرې کوي کړم دی مجنون دا چې په مونږ او زمونږ مينه پورې ټوقې کوي دا څوک! د کم ځاے دي؟ دا د چا د زړۀ خبرې کوي اوس څوک رښتيا خبره هم ښکاره کولے نه شي اوس ياران يو بل ته په غلا د زړۀ خبرې کوي مدام سنګسار وي په صّابر غريب مې زړۀ هم وسوځي څومره ساده دے په رښتيا د زړۀ خبرې کو