پر سکونه زندګی ته چې لاړ يې د کوټې غوندې خالي يم خو تراوسه پورې نيم پورې ور اوسم پر سکونه زندګی يو وخت و ستا په يوه احساس ژوندی وم اوس زخمي د خپل احساس په خنجر اوسم پر سکونه زندګی خبر مه شې د وختونو له خزانه لکه گل په نوخيزۍ کې پرهر اوسم پر سکونه زندګی حوصله مې ستا يوې خبرې يوړه له هر چا سره په نيمه خبر اوسم پر سکونه زندګی لکه څوک مې چې وژلی وي اورښته هر ساعت په داسې حال مکرر اوسم