ده مازیګر ږړی لمره په سپین مخ دې د ماښام تیاره خورېږي سور سالو دې سور شفق ته ورته کیږي د رواج زنځير په پښو لاسو تړلې ده مازیګر ږړی لمره ستا د اوښکو او سلګو نه صدقه شم د زوال په شان د غرۀ په سر ولاړې زه اوس دومره شوم چې ته راپسې ژاړې ده مازیګر ږړی لمره او ورکړي دې بې حده خیراتونه یعني دومره ضرورت لرې وه ماته چې له خدایه مې په هر لمانځه کې غواړې زه اوس دومره شوم چې ته راپسې ژاړې