په تا کوم محفل اباد وی نه همنوا نۀ هم نظر وختې او نۀ هم راز نۀ هم سفر وختې په تا کوم محفل اباد وی ستا لۀ لکۍ نه پټېدی شوای سترګې مشکله دا چې ښکرور وختې په تا کوم محفل اباد وی خفه پۀ دې نه یم چې لتې وهې خفه پۀ دې یمه چې خر وختې په تا کوم محفل اباد وی کۀ قطمیر* هم شې سپیه، بیاهم سپی یې کۀ جنتي او بختور وختې په تا کوم محفل اباد وی جنت کې څۀ نۀ ؤ شیطانه خوتۀ اېله آدم ته درد سر وختې په تا کوم محفل اباد وی