کلی کی جوړه سوه ږړا ستا د زلفو وږم یې راوړی دی تر کلي لاس کې مو ګلونه دي هوا ته یې شیندو کلی کی جوړه سوه ږړا زموږ څه شوګیرې دي خو ازار اخلو د ځان سترګو کې خوبونه دي سبا ته یې شیندو کلی کی جوړه سوه ږړا خلاصې دې کړي بندې دروازې د جنتونو لپو کې مو زړونه دي پاچا ته یې شیندو کلی کی جوړه سوه ږړا سترګې مو په لارو کې کرلي دي صاحبه! نور څوک شته خو وۀ لالیه تاته یې شیندو! کلی کی جوړه سوه ږړا ساده زموږ ځولیو کې که څه دي، خو بس دادي مینه ده او مینه ده دنیا ته یې شیندو