كلمات نورس گلونه دمرګي خزان وھلي

🎤 Qari Muhammad Shakir
نورس گلونه دمرګي خزان وھلي
بیا به ناوخته وي
خو زۀ به دې هېر شوی نۀ یم
زما د غږ پۀ انتظار به د لاس ګونځې شمېرې
خو زۀ به چرته یم؟ دځان سره به یم اوکنه؟
شاید د ژوند ملنډو دومره ځورولی یم چې
دا لۀ تا ډکه حافظه راسره پاتې نۀ وي
ژوند به د جام پۀ تکیه، ژوند به د لوګي پۀ اوږو
داسې روان وي لکه باد اخیستې وچې پاڼې
تاته لیکلي خپل شعرونه به مې نۀ وي پۀ یاد
د وخت پۀ تول پوره سندرې به مې زړۀ ډوبوي
🟢 واتساب 𝕏

أغانٍ أخرى لـ Qari Muhammad Shakir

كل أغاني Qari Muhammad Shakir ←