بیا مینه نه کوم راځه چې يوه جوړه کړو جونگړه په ځنگل کې جذبې چې د پرېشانه غو ندې مينې کړو راجمع بیا مینه نه کوم دوه شوي زړونه يو کړو ترې پيدا کړو يوه شمع ساز واخلي پتنگان چې شي راټول د سوز په طمع احساس چې فرق و نه کړای شي په سوال او سوزېدل کې راځه چې يوه جوړه کړو جونگړه په ځنگل کې بیا مینه نه کوم فضا د پسرلي چې گل ورينه خندا کاندي ستا مسکې مسکې شونډې چې ورېښمينه خندا کاندي زلمی چې د ارمان حرجبينه خندا کاندي پېری درته د شپې نايڼه ستوري په اوربل کې