درچی ستا حرم ته سم نن مې هغه سړی مړ کړو چې یو بت د بې پښتو ؤ یوې مینې ته کوز سترګی خپلې ژبې ته بې پته خوږې مور ته ملامته خپلې خور ته ملامته درچی ستا حرم ته سم ما په ټول عمر کې خدایه دغه لویه توره اوکړه چې د هغه بت په وینو سپینه توره مې نن سره کړه چاچې ټول عمر وژلم نن په یو ګوزار مې مړ کړو درچی ستا حرم ته سم هغه ټول بتان مې مات کړل هغه ټول یاران مې پریښول