ګران افغانستان زه په مغزوره وجود نه يم خفه مړه پېغور راته خپل ورور را کوي ګران افغانستان ستا نه بغیر به په کوم حال کې يمه ماته همدا خبره زور را کوي راسره هېڅ څوک پکښې پل نۀ وهي ستا د غمونو پېټي وړم يواځې ګران افغانستان بل هېڅ څوک نۀ وو ستا د کور په لاره زۀ به تر څو پورې درتلم يواځې ګران افغانستان زۀ "بلې" نۀ وايم په هر يو فرمان خپلې هم دې سرکشۍ کړم يواځې