ستا د مخ دیدار شنه شنه دې خالونه خیالي اوربل دې جوړ دی جوړ دی ولونه ولونه ستا پۀ تندي کې به مې خپله څهره وکتله پۀ کومه ورځ چې به له ما سره هنداره نۀ وه دا رنګه شپه وه چې پۀ سر باند ې مو ستوري نۀ وو داسې مزل وو چې تر پښو لاندې مو لاره نۀ وه زۀ چي تر تا پورې د رتلم رقیب و نۀ لیدمه پۀ دغه لار کې بلا و ه، مګر بیداره نۀ وه یو پۀ قبرونو کې راغلي تر دې ځایه پورې دروېشه دا ځل د وطن ځمکه هواره نۀ وه