لاړم درنه زه د بې فایدې پاڼې په شانتې دنیا پرېښودم هغه چې ټوټې ټوټې پراته ، په سرکونو وي لاړم درنه دۀ وې چې د سترګو له سورخۍ دې بې خوبي ښکاري ما وې د مَینو اکثر شپه، په سرکونو وي لاړم درنه ډېر مې تعریف کړی مګر دا تعریف یې سم بویه ژوند لکه ناوړه حادثه، په سرکونو وي لاړم درنه ښکلي خو خواږه لکه د هند په محفلونو کې یا لکه د بېړې نذرانه ، په سرکونو وي