بی وفا یاره خپله مو د خپل وجود لاسونه وتړل موږ څه په بېکاره خلکو زړونه وتړل بی وفا یاره غږ یې د زلمو د بې ننګیو واورېده نجونو د وطن کمربندونه وتړل بی وفا یاره نورو، نورو خلکو ، نوره خلک کړل یاران ښکلیه موږ په تا پسې نیتونه وتړل بی وفا یاره دې ښار کې د عشق په نوم شروع هوس بازۍ ځکه خو مینو ګرېوانونه وتړل غلي شئ! پاچا شو سرمعلم د ښوونځي غلي شئ! پاچا ټول زندانونه وتړل