له مودو انتظار سرور مو ورو ورو د ژوندون له ورځو شپو نه وځي ګوره چې څه به مو له خاورو له اېرو نه وځي له مودو انتظار څنګه دې وساتمه پټ د مینې اور په زړه کې چې د ډېوې تته رڼا هم له ښېښو نه وځي له مودو انتظار خپله رضا چې ترکه نه کړي ستا په مینه کې څوک توره څېره به لکه دود له سرو لمبو نه وځي له مودو انتظار موږه د خپلو زولنو خاموشي نه شو لېدای زموږ پرې څه چې ویده خلک له خوبو نه وځي له مودو انتظار د زمانې له رویې به درته څه ووایم څوک چې زر نه لري کړاوه له سړو نه وځي