د خوشحالی اختر په يو حال کښې محبت پريښودی نۀ شم په دروغه د ناصح سره وعدې کړم د خوشحالی اختر پۀ سحر کښې د جمات پۀ ګټ کښې ناست يم چې ماښام شې توکل د ميخانې کړم د خوشحالی اختر مسکيتوب که دې ايله شو د نظره د سپرلې ګريوان به ټول ريښې - ريښې کړم د خوشحالی اختر په واړۀ زړۀ کښې بلا راځايومه محبت خو زۀ مکان د ښاري کړم د خوشحالی اختر تۀ چې ورځ په ورځ زما نه لرې وځې زۀ خو تا ته دې خبرې درنزدې کړم د خوشحالی اختر د يادونو اباسين به دې لاهو کړي کۀ زه ډيرې دعاګانې درپسې کړم