زړګی ولی ستا يادونو خو زۀ ډير زرې - زرې کړم زړۀ مې غواړې چې دا زړۀ د ځانه پرې کړم زړګی ولی د ډيوې دُود راته زلفې زلفې کيږی د دې غمه پۀ کالۀ کښې ډيوې مړې کړم زړګی ولی په يو حال کښې محبت پريښودی نۀ شم د امېد لمن تړلې ده پۀ صبر زۀ به څۀ کؤم پۀ دا بې حوصلې زړۀ زړګی ولی ورکؤم د یؤې ورکې تمنا درد پۀ لاسو کې مې نیؤلی ؤي د شپې زړۀ زړګی ولی چې لږ رنګ ستا د هنر واخلي انځوره درته ږدم به ستا د شعر پۀ منارې زړۀ په دروغه د ناصح سره وعدې کړم